ایکناخبری آژانس د اسلامی کلتور او ارتباطاتو د ادارې له قوله راپور راکړ،د حسینی اربعیّن د اتمې نړیوالې جایزې پایزې دستورې د سلواغې په اولسمه نیټه د ایران د اسلامی ارتباطاتو اوکلتور د ادارې د مشر حجةالاسلام محمد مهدي ایماني پور ،د ایران د اسلامی ارشاد او کلتور د وزیر محمد مهدي اسماعیلي او د داخلی او بهرنیو میلمنو په شتون سره ددغې ادارې په الزاهرا(ع)اامامباړې کې ترسره کيږی.
په دغو دستورو کې چې د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې په نوښت سره په نړیواله سویه ددینی کلتوری پروګرام په توګه ترسره کیږي، د حسینی اربعیّن د اتمې نړیوالې جایزې غوره کسان پکې ستایل او جایزه ورکول کیږي.
په دغو سیالیو کې ګډون کونکو خپل آثار د انځور،فلم،د سفرنامې د لیکولو،د حسیني فرهنګ د دودولو او له حضرت امام حسین علیه السلام سره مینې او عشق د ځلاؤ دنمایش په چوکاټ کې ددغې کلتوري پيښې مسئولانو ته لیږلي دي.
د نړۍ له شلو هیوادونو دترلاسه شوو آثارو قضاؤت هم ترسره شوی او په دغو دستورو کې به د قاضیانو د پلاوي د فیصلې په اساس،د غوره آثارو خاوندانو ته میډالونه ډالۍ شي.
همداراز ددغې جایزې د نهم پړاؤ د پوسټر ننداره او د غوره او منتخب شووآثارو نندارتون ترسره کیدا به ددغه سمینار نوره غوره برخې وې.دغه راز له ایرانه په بهر کې د کلتوری خونو، د اسلامی انقلاب دمینه والو او دیره ایرانیانو مستقیم ارتباط ، په intelarbaeen.com ایډریس سره د دغې جایزې د اطلاع رسونې د سایټ له لارې د ویبینار په وسیله ترسره کیږي.